ورزش

افغان لامبووهونکې انوري د تمریني لوبو په خاطرروسیې ته لاړ

کابل/ د سلواغې۲یمه/ باختر د افغانستان د ملي المپیک کمېټه وايي، د لامبو په برخه کې د توکیو المپیک ۲۰۲۱ میلادي کال سیالیو ته نوماند فهیم انوري د تمرین لپاره پرون روسیې ته روان شو. د ملي المپیک کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي رسنيو ته وویل چې انوري به د جنوري په میاشتې د المپيک سیالیو تر پيل پورې په روسیه کې تمرینونه وکړي او له هغه وروسته به د جاپان پايتخت توکیو ته د سیالیو لپاره لاړ شي. فهیم انوري ٦ کاله کېږي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د توکیو المپيک سیالیو ته په چمتوالي بوخت دی او له دې وړاندې د هېوا د ۳۰ لامبووهونکو لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړی و. پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته