امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دافغان ځواکونو دامنيتي فعاليتونو دترسره کولو په بهيرکې اته تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ:  د وسله والو محالفينو له شتون څخه دکابل ، قندهار، لوګر ، پکتيا ، هرات ، هلمند او دنيمروز د ولايتونو دنا امنوسيمو  دپاکولو په مقصد دپوليسو دځواکونو په ګډو عملياتو کې اته تنه ياغي طالبان ووژل شول ، پنځه تنه يې ټپيان اوپنځه تنه نورياغيان ونيول شول.
ويل کيږي: ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن دوه توغندي ويشتوونکي ، يوه پيکا، اته ميله ډول ډول وسلې ، دوه مخابرې ، د وسايطو ضد اتلس ماينونه او يوه اندازه پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته