خبرونهامنیت

افغان ځواکونو د بادغیس مرکز له طالبانو پاک کړ

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د بادغیس د ولایتي ادارې مسوولین وایي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر مرکز قلعه نو دوه ځلې بریدونه وکړل؛ خو د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې افغان ځواکونو په دواړو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او بېرته یې په شا تمبولي دي.

سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې د مهمو قومندانانو په ګډون له ۷۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او اوسمهال د ښار ټولې برخې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته