خبرونهامنیت

افغان ځواکونو د بادغیس مرکز له طالبانو  پاک کړ

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر

امنیتي مسوولین وايي چې ګډو افغان ځواکونو د بادغیس  مرکز قلعه نو په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو پاک کړ .

د بادغیس ځايي چارواکي وايي چې افغان ځواکونه وتوانېدل چې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او بېرته یې په شا تمبولو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د جمهور رییس لومړي مرستیال امر الله صالح هم ویلي چې په بادغیس کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د بادغیس پر مرکز قلعه نو برید وکړ؛ خو افغان ځواکونو بېرته په شا وتمبول.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته