امنیت

افغان ځواکونو په روزګان کې له ولکې وتلې سیمې بېرته نیولې دي

٣٣- ترینکوټ/ د سلواغې ۴ مه/ باختر
د روزګان د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دولت له ولکې وتلې سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې دي.
روزګان والي محمد عمر شېرزاد ګېزاب ولسوالۍ ته د یو پلاوي په ملتیا له سفر وروسته رسنیو ته وویل چې شپږ میاشتې وړاندې د یادې ولسوالۍ ځینې برخې د دولت له ولکې وتلې وې، خو په دې وروستیو کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړل او له لاسه وتلې سیمې یې بېرته ونیولې.
سرچینه زیاتوي چې د ګېزاب په جګړه کې ډېر زیان ملکیانو ته اوښتی او عام المنفعه سیمې هم ویجاړې شوې دي.
والي وايي چې په جګړه کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي او د ۱۸ ملکیانو په ګډون دوه سرتېري ټپيان شوي او ۲۸۰ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
شېرزاد زیاتوي چې له جګړې وروسته په یادې ولسوالۍ کې پر ۶۰۹ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي او د ۳۰۰ نورو کورنیو سروې شوې چې په نږدې راتلونکي کې به پر دوی هم مرستې ووېشل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته