امنیت

افغان ځواکونو په قندهار کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو مخکې په نښه کړ

– کابل/ د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د قندهار په معروف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سنګر ته نږدې یو موټر بم برید شوی؛ خو دوهم موټر بم برید هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې دغه موټر بمونه د معروف ولسوالۍ په سالېسون سیمه کې پولیسو پوستې ته نږدې له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي د پولیسو سنګر ته نږدې چاودنه کې شپږ پولیسان ټپیان شوي دي.
د قندهار د امنیت امر غورځنګ افرېدي ویلي، تېره شپه ١١ بجې سخته جګړه هم شوې او وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
په ورته وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوولین وايي چې د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي چې په پایله کې یې ۳ طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته