امنیت

افغان ځواکونو په پکتیا کې وسلې ترلاسه کړې

– کابل/د کب ۶ مه/ باختر
افغان ځواکونو د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له یو کور څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د پکتیا امنیه قومندان نجیب الله سرتېر وايي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې دوې تومانچې او ۵۲ چره يي ټوپکونه ترلاسه شوي چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د پکتیا په احمدې خېلو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو مهمات او وسلې ترلاسه کړې وې.
د یو بل خبر له مخې؛ د پکتیکا د جانی خېلو ولسوالۍ په بابو خېلو سیمه کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي دي.
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو یو وسله وال طالب نیولی دی او یوه کلاشینکوف یې هم ترې ترلاسه کړې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته