نړۍ

اماراتو څو عربي او غيرعربي هېوادونو ته دسفر لپاره خپلو اتباعو ته خبر دارئ ورکړ

ابوظبي نړيوالې خبري منابع  باختر دچنګاښ د مياشتې ٢١ :
دعربي متحده اماراتو حکومت خپل هېواد وال لبنان ته  له سفر څخه منع کړل    او ديمن په ګډون  ديارلسو نورو هېوادونو ته دسفر په نسبت يې خبردارئ ورکړ.
دترلاسه شويو خبرونوله مخې :  دعربي متحده اماراتو دبهرنيو چارو وزارت  له خپلو هېوادوالو  څخه غوښتي دي چې  په دوبنيو رخصتيو کې دې  دامنيتي مسئلو په دليل  سوريې ، يمن ، جنوبي سوډان ، افغانستان ، سوماليا ، اوکراين ، پاکستان ، نايجريا ، عراق او ليبيا ته په سفرکې  هوښيار و اوسي.
دعربي متحده اماراتو دبهرنيو چارو وزارت په وينا کې  دغه راز امارتي  اتباعو ته  دايبولا ويروس په دليل  سيراليون او لايبريا ته  دسفر او هم  تانزانيا ته  د وبا ناروغۍ دشتون په دليل دسفر لپاره  خبردارئ ورکړ‌ئ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته