سیاستخبرونه

امرالله صالح: د التحرير ګوند مجهوله شبکه، غيرقانوني ده

– کابل / د کب ١٠مه / باختر
د جمهوري رياست لومړى مرستيال امرالله صالح وايي: د التحرير ګوند له تروريستي ډلو سره فکري نږدېوالي لري.
د التحرير ګوند فعاليت چې افراطي فکر لري، د سياستوالو او د مدني او رسنيزو فعالانو ترمنځ غبرګونونه راپارولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جمهوري رياست لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د التحرير ګوند تراوسه په عدليې وزارت کې ثبت او راجسټر نه دى او دغه ګوند د غونډو او تبليغ حق نه لري.
صالح نن په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي: د افغانستان دولت د ” التحرير ګوند ” په رسميت نه پېژني او تر هغه وخته چې دغه ستونزه له حقوقي لارې حل نه شي؛ د دغې مجهولې شبکې په نوم او نښان هر ډول فعاليت به غيرقانوني وي.
صالح زياته کړې ده: د دغه ګوند يوشمېر فعالان له تروريستي ډلو سره نږدې فکري همکاري لري. د هغه په خبره؛ ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د دغه پټ بهير له فعالانو سره د حقوقي او قانوني چلند د څرنګوالي لارښود په تړاو خبرې وشي.
د جمهوررييس لومړي مرستيال خبردارى ورکړى دى: نو تر هغه وخته، يوځل بيا هغو کسانو ته چې ځانونه په حزب التحرير پورې تړلي بولي؛ خبر ورکول کېږي چې د نظام پرضد له تبليغ او فعاليت څخه دې لاس واخلي.
د التحرير ګوند چې يوه فلسطيني روحاني تاسيس کړى دی؛ څه ناڅه ١٨کاله کېږي چې له جواز پرته په هېواد کې فعاليت کوي.
دغه ګوند د خپل تشکيل موخه، په نړۍ کې اسلامي خلافت بللى دى.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته