خبرونهنړۍ

امريکا په افغانستان کې راکټي دستګاه دروي

واشنګټن / امریکاغږ / د غويي ١٠مه / باختر

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ويلي دي چې له افغانستان څخه د امريکايي  ځواکونو د وتلو په بهير کې د امنيت د تامين لپاره توغندیز سيستم (HIMARS) دروي.

دغه پرمختللې وسله له کوېټ څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ په رسمي فېسبوک پاڼه کې ويل شوي دي: دغه راکټي او توپچي سيستمونه د اپرېل په ٢٣مه کوېټ ته رسېدلي دي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير د ملاتړ په خاطر افغانستان ته ولېږدول شي.

ويل شوي دي چې دغه راکټي سيستم تر ۷۰ کيلومتري واټن پورې په شپه او ورځ کې پر هدفونو بريدونه کولاى شي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ د ځواکونو قوماندان سکات مېلر د تېرې يکشنبې په ورځ وويل چې امريکايي او ائتلاف ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو بهير پيل کړى دى .

هغه وويل: موږ ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارو.

جنرال مېلر په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په خاطر اندېښنه خرګنده کړه او ويې ويل: که چېرې طالبان د وتلو په بهير کې پر امريکايي او ناټو ځواکونو بريدونه وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د امريکا د جمهوررييس جوبايډن د پرېکړې پر بنسټ؛ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د روان کال د مې په لومړى نېټه پيل او د سپټمبر تر ١١ مې پورې به بشپړ شي.

د امريکا جمهوررييس د چهارشنبې په ماښام د امريکا کانګرس ته په خپله لومړنۍ وينا کې هم ټينګار وکړ چې جګړه بايد په افغانستان کې پاى ته ورسېږي او امريکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه ووځي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته