نړۍ

امریکايي سوک وهونکی لیون اسپینکز مړ شو

١٥- کابل / د سلواغۍ ۲۰ / باختر
امریکايي حرفوي سوک وهونکی لیون اسپینکزپرون په ۶۷ کلنی عمرمړشو.
هغه چې د نړۍ سوک وهونکۍ پېژندل شوی اتل محمد علي کلی ته ماتې ورکړې وه زیات وخت په سرطان ناروغی اخته و.
اسپینکز په داسې حال کې مړشوچې میرمن، کورنۍ اودوستان یې ورسره وو.
لیون اسپینکزپه ۱۹۷۶کال کې د کاناډا د مونتریال په اولمپیک کې وکولای شول د سوک وهنې په څانګه کې امریکا ته د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
هغه په ۱۹۷٨ کال کې محمد علي کلی ته د سوک وهنې په سیالۍ کې ماتې ورکړه.
کلي ۷ میاشتې وروسته په یوبل سیالۍ کې د اسپینکز پروړاندې بریالی شو.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته