سیاستخبرونهTOP

امریکا دې زموږ کادرونه تېښتې ته نه هڅوي

کابل / د وږي ۲ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې هېڅ مور نه ده بوره شوې، هېڅ خور نه ده بې وروره شوې چې دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی؛ خو په وینا یې د کابل په هوايي ډګر کې لا هم ستونزې شته.

هغه وویل چې یو شمېر دولتي ادارو ته سرپرستان معرفي شوي او په نږدې راتلونکي کې به نورې ادارې هم په فعالیت پيل وکړي چې ورسره سم به د خلکو ستونزې اوارې شي. په وینا یې د ستونزو په اواري کې د نړېوالو همکاري اړینه ده.

ده زیاته کړه چې د کابل په هوايي ډګر کې لا هم ستونزې شته، ځکه چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده؛ خو هڅې یې پیل کړي چې ډېر ژر یاده ستونزه اواره شي.

مجاهد پر امریکا غږ وکړ چې افغان کادرونه دې تېښتې ته نه هڅوي او تر ټاکلې مودې پورې دې خپل ځواکونه او وګړي له افغانستانه وباسي.

هغه وویل: هغه خلک چې د کابل په هوايي ډګر کې یې ګڼه ګوڼه جوړ کړې خپلو کورنو ته دې وګرځي او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې دې ژوند وکړي.

د اسلامي امارت ویاند او دفرهنګي کمېسیون مشر د پنجشېر ستونزې ته په اشارې سره وویل چې اسلامي امارت نه غواړي چې نور په هېواد کې وینه تویه شي، په وینا یې د دغه ولایت ستونزه ۸۰ سلنه د خبرو له لارې حل شوې او دوی هم غواړي چې په سوله ییز ډول ورته د پای ټکی کېښودل شي.

د ده د څرګندونو له مخې؛ افغان امنیتي ځواکونه به بېرته په نوي دولت کې ځای پر ځای کېږي او خپلو دندو ته به دوام ورکوي.

ده په افغانستان کې بهرنیو موسسو او سفارتونو ته هم ډاډ ورکړ چې د دوی امنیت به بشپړ خوندي وي او دوی دې د تېر په څېر خپلو چارو ته دوام ورکړي.

دا چې په دغو وروستیو کې اوازې خپرې شوې دي چې ګواکې اسلامي امارت په دولتي او نورو ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي، په اړه یې مجاهد وویل چې د دولتي او نورو ادارو لپاره پر یو طرز العمل کار کېږي چې له مخې به یې ښځې وکولای شي چې له لنډ ځنډ وروسته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

ویاند نړېوالو او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې به  هېچاته اجازه ور نه کړي چې د دوی پر ضد فعالیت په کې وکړي؛ خو له ګاونډیانو او نورو بهرنیو هېوادونو یې هم ورته غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې زیات شمېر افغانان اوس هم د کابل په هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره شپې ورځې سبا کوي؛ خو مجاهد نن بیا په ټینګار سره وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې هېڅوک هم نه په نښه کوي او ټول هېوادوال کولای شي چې خپلو سیمو ته وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته