خبرونهامنیت

امر الله صالح : هيڅ ګواښ خلکو ته د قاتلانو د معرفي کولو مخه نه شي نيولى

٥٢- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د جمهوري رياست لومړى مرستيال ټينګارکوي هيڅ ګواښ د ده کار چې موږ د قاتلانو څېرې ملت ته معرفي کړو، مخه نه شي نيولى.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د جمهوري رياست لومړى مرستيال امر الله صالح د نن سهار په امنيتي غونډه کې وويل داعشي طالبان په يو ليکلي پيغام کې موږ ته خبردارى ورکړى دى که چېري د هغوى کوم بندي اعدام شي کابل به په مسلخ بدل کړي .
امر الله صالح زياته کړه چې هغوى دغه راز ټينګارکوي هغه تښتول شوي کسان چې له هغوى سره دي وبه وژني .
د جمهوري رياست لومړى مرستيال د څرګندونو له مخې؛ دولت د داعش ټوله شجره پيېژني دا چې تراوسه نه دي مهار شوي جلا خبره ده چې زموږ له وړتياو سره مستقيمې اړيکې لري او زه يوځل بيا د هېواد له قضايي قوې څخه غوښتنه کوم ويني څښوونکي کسان ( نيول شوي ډآر اچوونکي په علني ډول محاکمه کړي )
دا په داسې حال کې ده، د جنايتکارو او تروريستي ډلو او بانډونو د افرادواو سرګروپانو د نومونو لست اوعکسونه په ښارونو او واټونو کې لګول شوي دي.
هغه عمل چې د جمهوري رياست لومړى مرستيال وايي چې په کابل ښار کې د جرمي او تروريستي پېښو په کمښت کې اغيزمن و. په همدې حال کې د چارو يوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې امنيتي غونډې د جنايي او تروريستي جرمونو په کمښت او د کوچنيو او ستروجنايي او تروريستي ډلو د افرادو او سرګروپانو د نومونو په افشا کولو کې ښه برياليتوب درلود خو دغه ډلې د خپلې پايښت په خاطر يولړ خبردارى صادروي چې ګڼې موږ د خلکو پرخلاف په بريدونولاس پورې کوو.
هغوى ټينګارکوي چې خلک بايد د ملي ګټو د ساتنې او د ښارونو د امنيت د تامينولو په خاطرد امنيتي غونډو .د جوړولو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د نيول شويو کسانو د اعترافونو د خپرولو بهير چې په تروريستي اوجرمي ډلو پورې تړلي دي ، پيل شوى دى.او د جمهوري رياست لومړى مرستيال وايي په راتلونکو ورځو کې به دغه بهير زيات ګړندى شي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته