کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
د خوست نوي امنیه قومندان د دندې له پيل سره سم وویل چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکي او کاروونکي به مجازات شي.
امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي د نشه یي توکو پر پلورونکو او روږدو غږ وکړ چې د نشه يي توکو له پېر او پلور لاس واخلي.
په ورته وخت کې د خوست اوسېدونکي هم له نوي امنیه قوماندان څخه غواړي چې د نشه يي توکو د پېر – پلور په برخه کې عملي مبارزه وکړي.
پای/وصال