خبرونهنړۍ

انګليس په کانال کې د کډوالو بيړۍ چپه شوې او څه ناڅه ٣١ کسان وژل شوي دي

 وي او اې / د ليندۍ٤مه / باختر:

فرانسوي چارواکو پرون وويل چې د انګليس په کانال کې بريټانيا ته د تلوونکو کډوالو د بيړۍ د چپه کېدو له امله څه ناڅه ٣١ کډوال وژل شوي دي.

د فرانسي د کورنيو چارو وزير جيرالډ ډارمانين ويلي دا پېښه په ياد کانال کې د کډوالو د وژل کېدو ترټولو ستره تراژيدي ده.

نوموړي څرګنده کړې داسې ويل کېږي چې په بيړۍ کې شاوخوا ٣٤ کسان سپاره وو چې تراوسه د پنځو ميرمنو او يوې ځوانې نجلۍ په ګډون ٣١ مړي موندل شوي دي.

چارواکي زياتوي  له دې پېښې دوه کسان ژوندي پاتې دي خو داسې ويل کېږي چې يو کس لاتراوسه لادرکه دى، د وژل شويو کسانوهويت هم تراوسه پورې روښانه نه ده.

د ژغورنې دعملياتو مسوولينو بيا وروسته وويل چې ٢٧ مړي موندل شوي دوه کسان ژوندي پاتې شوي او څلور نور کسان لادرکه دي او داسې ويل کېږي چې هغوى به ډوب شوي وي.

زياتره مهاجر د افغانستان، عراق ، اريتيريا او يا هم د نورو هېوادونو اتباع دي چې د جګړو او بېوزلۍ له امله د مهاجرت نيت کوي او د وړو  او غيرمعياري بيړيو په مرسته له فرانسې څخه بريټانيا ته د يوه هوسا ژوند د موندلو لپاره خطره ډک سفرونه پر ځان مني.

ويل کېږي چې د٢٠٢٠ کال په پرتله سږکال د انګلستان له کانال څخه د خلکو تګ راتګ درې برابره شوى دى او يوازې د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په اوبو کې ١٠٦ نور مهاجر ژغورل شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته