امنیت

اوولس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
په روزګان کې ۱۷ وسله وال طالبان د افغان پوځيانو په بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو په ګیزاب او خاص روزګان ولسوالیو او ترینکوټ ښار ته څېرمه د پوځيانو پر پوستو د یرغل په وخت کې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نوریې ټپیان شول.
د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ پوځيانو پر دغو وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو د یرغل په وخت کې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې:
پوځيانو په روزګان کې د ۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته