امنیت

اوولس طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په هرات کې ۱۷ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په جګړو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه د پښتون زرغون او چشت شريف ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته وشوې.
د هېواد په لوېديځ کې ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو ١٧غړي وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې:
پوځيانو په هرات کې د ۱۵ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى/ اشرفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته