خبرونهروغتیا

اووه تنه نور د کرونا له امله مړه شول

کابل / د سلواغې دويمه /باختر

دعامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٨٠ مثبتو پېښو د ثبتولواوپه دغې ناروغى د ٧ تنو اخته کسانو د مړينې خبرورکړ.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا ويروس  د نويو پېښوپه ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر  ٥٤٤٨٣ تنو ته رسېدلى دى.

دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٧ تنه د کرونا له امله مړه شوي دي چې په دې ترتيب په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ٢٣٧٠ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٤٦٨٨٧تنوته رسېدلى دى .

د عامې روغتيا وزارت مسوولين  له خلکوغوښتنه کوي چې د دغې ناروغى د زياتې خپرېدو د مخنيوي په خاطر وقايوي تدبيرونو رعايت کړي .

ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته