خبرونهامنیتTOP

اووه تنه په کابل کې په دوو چاودنوکې ټپیان شول

کابل / د لیندی ۸ / باختر
اووه تنه نن سهار په کابل کې د دوومقناطسي ماینونوپه چاودنوکې ټپیان شول.
دغه پېښې د شپږمې ناحیې د حاجې نبي ښارګوټي په ساحه کز او د خیرخانې مینې په ساحه کې رامنځته شوي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل: نن سهارپه ٧:٣٥دقیقو یومقناطسي ماین چې په یو فولدرموټرکې ځای پرځای شوی و د شپږمې ناحیې په مربوطاتوکې د امید سبزښارګوټي په واټ کې وچاودېد او درې تنه یې ټپیان کړل.
دغه راز بله چاودنه د خیرخانې مینې د ګولایي په ساحه کې رامنځته شوه چې د لندکروزرموټرچلوونکی ټپي شوخو عیني شاهدان وايي په دې چاودنه کې دوه قاضیان شهیدان شول خو رسمي خبرځای دغه خبرنه دی تایید کړی.
پای- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته