نړۍ

اووه تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

لنډي کوتل ډي ډان   باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
داکاخيلو په سيمه کې ديو روزنيز مرکز ودانۍ ته څيرمه دهاوان ديوماين دلګيدو له امله  دوه تنه زده کوونکې نجونې ووژل شوې  اوپنځه تنه نورې يې ټپيانې شوې .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، دهاوان دغه ماين له نامعلوم لورې  څخه په دغې مدرسې  په داسې  حال کې وتوغول شو  چې دښوونځي زده کوونکې له ښوونځي څخه دوتلو په حال کې وې.
ددغې پيښې قربانيان هغه ماشومان وو چې شپږ او اووه کلن وو.
هغه پنځه تنه زده کوونکې چې په دې پيښه کې ټپيانې شوي دي روغتون ته ليږدولى شوي  دي او ډاکترانو دهغوى روغتيايي حالت خراب بللي دي .
پرون هم دخيبر_ پښتونخوا په صوابي ښارکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دډزو له امله شپږتنه دهغوى دسپرلۍ له موټر چلوونکې سره ووژل شول.
پنځه تنه وژل شوې ميرمنې ښوونکې اويو تن يې روغتياپاله وه چې يوې غيردولتي موسسې ته يې کارکاوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته