امنیت

اووه طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان په بدخشان کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه په نسي ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ طالبان په دې پټنځي کې د افغان ځواکونو پر پوستود يو لړ برېدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته