امنیت

اووه طالبان په تخار کې ووژل شول

تالقان/ د سلواغۍ /۲۸/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د۲۰۷ پامیر قول اردو باختر اژانس ته خبر ورکړچې دغو طالبانو غوښتل د تخارـ کندز په لویه لاره کې پر امنیتي پوستو د برید په وخت کې ووژل شول او ٦ نور ټپیان شول .
په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه هوایی برید کې ٤ موټر سایکلونه ، ٩ کلاشنکوفونه . ٣ پیکاوې .، ٢ توغندي ویشتونکي او د دښمن ٢ کلکې قرارګاوې ویجاړې شوې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته