امنیت

اووه طالبان په تخار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د ۲۰۷ قول اردو باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه طالبان په تخار ـ کندز لویه لاره کې پر امنیتي پوستو د برید په وخت کې ووژل شول او شپږ نور یې ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه هوایی برید کې څلور موټر سایکلونه، ۹ کلاشنکوفونه، درې پیکا، دوه توغندي ویشتونکي او د دښمن دوه کلکې قرارګاوې ویجاړې شوې.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته