امنیت

اووه طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ۲۸مه/ باختر
د زابل په جلدک سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۷ طالبان ووژل شول.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچی وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل په جلدک کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې د افغان ځواکونو ځوابي ډزو کې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته