خبرونهامنیت

اووه طالبان په غزني کې ووژل شول  

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر

اووه وسله وال طالبان په غزني کې په هوايي برید کې ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د203 تندرقول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ دغو وسله والو طالبانو پرون د غرنې مرکز په ناني سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو د برید نيت درلود، چې دافغان ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته