امنیت

اووه طالبان په لغمان کې ونیول شول

کابل/ د سلواغې ۲۸ مه/ باختر
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په لغمان کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې ۷ غړي نیولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې له نیول شویو طالبانو څخه دوه موټر سایکل، بمونه او په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په دغه ولایت کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې ۷ غړي نیول شوي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته