امنیت

اووه طالبان په لغمان کې ووژل شول

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان په لغمان کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په الينګار او اليشنګ ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل يې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړي.
د لغمان يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې:
افغان ځواکونو په لغمان کې د ١٧ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته