خبرونهامنیت

اووه طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
اووه وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او ۵ نور يې ټپيان شول.
جګړه تېره شپه په نهر سراج ولسوالۍ کې هغه ونښته چې وسله والو طالبانو پر پوځيانو بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپيان شوي دي.
د نښتې په پایله کې د وسله والو طالبانو موټر سايکل او جنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو خبر له مخې؛ پوځيانو د هلمند له ګڼ مېشتو لاروڅخه د ١٤ ماينونو په کشف سره د يولړ چادونو مخه ونيوله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته