خبرونهامنیت

اووه ملکيان په قندهارکې شهیدان شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
قندهار کې اووه ملکيان تېره شپه په هوايي بريد کې شهیدان شول.
قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي چې په هغو کې نارينه، ښځې او ماشومان شامل دي.
د قندهار يو امنيتي خبرځاى په ارغنداب ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې د ٧ ملکيانو د شهادت خبر تائيد کړ.
هغه وويل چې وسله وال طالبان د ملکيانو په منځ کې سنګر نيسي چې په دې کار سره د جنګي عملياتو کار يې ستونزمن کړى دى.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د يادې پېښې په رامنځته کېدو سره ويرجنو کليوالو د ٧ وژل شويو کسانو مړي د قندهار د والي د دفتر پر وړاندې کېښودل.
هغوى له حکومت څخه وغوښتل چې د دغې هوايي پېښې عاملان مجازات شي.
په قندهار کې سيمه ييزو مسوولینو له ويرجنو متعرضينو سره ژمنه وکړه چې پېښه څېړي او عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د هېواد په جنوب کې جګپوړي مقامات وايي چې د تېرې شپې په هوايي بريد کې د اوو قربانيانو ترڅنګ څه ناڅه ۱۰۰ ډار اچوونکي هم وژل شوي دي.
دغه پېښه په داسې حال کې کېږي چې د ارغنداب ولسوالۍ په دې وروستيو کې د وسله والو ډار اچوونکو ضد عملياتو ډګر دى.
د قندهار پوليسو مسوول جنرال تادين خان وايي چې په عملياتو کې پوځيانو وکولاى شول څو ستراتيژيک کلي له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيسي.
هغه په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د پاکستاني جګړه مارانو شتون هم تائيد کړ.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته