کابل/ د مرغومي٣٠ مه/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې وژل شوي او ١٢ نور ټپیان شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو باختر آژانس ته وويل دغه طالبان د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي په دې پېښه کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پاى \ ذ
6 د یوې دقیقې څخه لږ