امنیت

اووه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

١٢- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ډيورنډ له کرښې څخه په تېرېدو سره د نورستان کامديش ولسوالۍ يوې کلي ته ننوتل او غوښتل يې د افغان سرحدي ځواکونود سپرلۍ پرکاروان يرغل وکړي .
د هېواد په ختيځ کې يوجګپوړي پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل دغه وسله وال طالبان د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه د افغان ځواکونو پرکاروان د بريد لپاره نورستان ته راغلي و .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته