امنیت

اووه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
اووه وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او٤ نور طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه ناوخته د نهر سراج ولسوالۍ د مهاجربازار په ساحه کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت و .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړي مقام باختر اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول.
په دې جګړه کې د وسله والوطالبانو يوشمېروسلې اومهمات د پوځيانولاس ته ورغلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته