امنیت

اووه ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په هلمند کې د پوځیانو په یولړ ځکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
په وژل شویو کسانو کې اته پاکستاني طالبان هم شامل دي.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې هغه وخت بریدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بریدونو کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه قول اردو تاییدوي چې په وژل شویو کسانوکې اته پاکستاني طالبان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
په هلمند کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ساتل کېده.
پولیس وایي چې له دغې زېرمې څخه چاودېدونکي توکي، بمونه او ماینونه ترلاسه شوي دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته