خبرونهامنیت

اووه ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

۶- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
اووه ویشت وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځیانو سره په جګړو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د هوا او ځمکې له لارې هغه وخت بریدونه وشول چې غوښتل یې په ناوې، سنګین او نهرسراج ولسوالیو کې د پوځيانو پر پوستو بریدونه ترسره کړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په جګړو کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبرله مخې:
پوځيانو د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې د ۱۵ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته