نړۍ

ايران دهندوستان دسرينګر تروريستي پيښه وغندله .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دايران دبهرنيو چارو وزارت وياند  دهندوستان په سرينګر  کې تروريستي پيښه چې لسګونو تنو ته دمرګ ژوبلې داوښتو سبب شوه په کلکه  وغندله او ددغې ترخې پيښې درامنځته  کيدوله امله يې ددوست هېواد هندوستان دولت او ملت ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل او دپيښر دقربانيانو له کورنى سره يې همدردي او غمرازي  څرګنده کړه .
هندي رسنيو پرون خبرورکړ چې ددغه هېواد دامنيتي ځواکونو دکاروان په تګلوري  کې په يوه موټر کې دځاى پرځاى شوي بم دچاودنې له امله  ٤٤  تنه هندي  نظامي او امنيتي ځواکونه ووژل شول او  ٢٠ تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته