نړۍ

ايران د بالستيک توغندي دازمايښت په باب رپوټونه رد کړل .

-تهران  باختر د سلواغې  ديارلسمه :
دايران حکومت هغه رپوټونه تاييد نه کړل چې پکې ويل شوي دي  چې دغه هېواد داټومي سرګلولې  دليږدونې په قدرت  بالستيکي توغندى ازمايښت کړى دى . چې ښايي دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا  له يو پريکړه ليک څخه سرغړونه وي .
دملګروملتو  سازمان  د امنيت شورا  دغه پريکړه ليک  دايران حکومت  داټومي سرګلولو  دليږدونکو وسلو له ازمايښت څخه  منع کړى دى .
دايران دبهرنيو چارو وزير  محمد جواد ظريف پرون وويل  چې دايران  هيڅ بالستيکي توغندى  داټومي سرګلولو دليږدونې لپاره نه دى  طراحي شوي  يوازي  هغه توغندي دي  چې دايران  دمشروع دفاع  په حوزه کې  دمتعرفو سرګلولو  دليږدونې لپاره  دي .  او د ٢٢٣١پريکړه ليک له حوزې څخه  بهر دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته