سیاستTOP

ایران چمتووالی ښودلی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

کابل / د لړم لومړۍ / باختر
د ایران سفیر بهادر امینیان نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي اميرخان متقي سره په کتنه کې وویل: ایران چمتو دی چې په افغانستان کې دانرژۍ، کانونو، سوداګرۍ، ټرانسپورټ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې امینیان وويل چې اقتصادي ستونزې د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی چې ډيرې ناخوالې زيږوي او ايران تيار دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یادو برخو کې د اسلامي امارت چمتووالی وښود او هم یې غوښتنه وکړه چې په ايران کې د مهاجرينو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وشي او پر سرحد دتلونکو او راتلونکو مسافرو د سهولت لپاره هم ګامونه واخیستل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته