تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

باختر خزانه خوندي ده

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده شوه او وړاندیز وشو چې دا خزانه دې د خوندیتوب په موخه کوم بل هېواد ته ولېږدول شي. جمهوري ریاست دا څرګندونې د خواشینۍ وړ وبللې او په یوه اعلامیه کې یې ډاډ ورکړ چې باختر خزانه خوندي ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په دغو وروستیو کې د بودجې پر سر د حکومت او ملي شورا ترمنځ تقابل او ټکر رامنځ ته شوی دی. پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم د بودجې موضوع مطرح شوه او هم نور مسایل. د ولسي جرګې رییس د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده او وړاندیز یې وکړ چې دا خزانه دننه په افغانستان کې خوندي نه ده او باید یو بل هېواد ته ولېږدول شي.
یو شمېر کتونکي باور لري چې د باختر خزانې په اړه د ولسي جرګې د رییس څرګندونې په حقیقت کې له حکومت سره د رامنځ ته شوي تقابل او ټکر یوه برخه ده او همدارنګه پر حکومت او ځانګړي ډول جمهوررییس د فشار راوړلو یوه هڅه ده.
جمهوري ریاست له ځنډ پرته غبرګون وښود او په یوه اعلامیه کې یې د ولسي جرګې د رییس څرګندونې د خواشینې وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ چې دا خزانه خوندي ده او اړتیا نشته چې کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.
دا لکه لمر روښانه ده چې باختر خزانه د افغانستان یو ستر فرهنګي او تاریخي میراث دی چې له یوې خوا د باختري دورې تاریخ راڅرګندوي او له بلې خوا زموږ د فرهنګي میراث د بډاینې ښکارندویي کوي. دا یوه ستره خزانه ده چې مادي ارزښت یې هم زښت ډېر دی؛ خو کله چې پر فرهنګي میراث بحث کېږي؛ نو هلته بیا د مادي ارزښت موضوع نه مطرح کېږي؛ بلکې د معنوي، تاریخي او فرهنګي ارزښت موضوع راوړاندې کېږي.
د بېلګې په توګه که موږ یوه تاریخي لرغونې وداني په پام کې ونیسو؛ نو هغه له خټو جوړه ده او نن چې کومې ودانۍ جوړېږي په هغوی کې نور پرمختللي ساختماني مواد کارول کېږي او تر پخوانیو خورا ښکلې، فیشني او پړکېدلي ښکاري؛ خو هغه له خټو او لرګیو جوړه شوې لرغونې ودانۍ تر دغې نوې پړکېدلې ماڼۍ خورا ستره ښکاري او ارزښت یې ډېر ډېر لوړ دی؛ دا ځکه چې هغه زړه لرغونې له خټو او لرګیو جوړه شوې ودانۍ د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده، د افغانستان د فرهنګ یوه برخه ده او د افغانستان د تېر برم او پرتم، لوړو او ژورو یوه برخه ده.
باختر خزانه بیا داسې ده چې هم مادي ارزښت لري او هم معنوي. دا خزانه د کورنیو تنظیمي جګړو پرمهال خوندي پاتې شوه. هغه مهال هم ځینو غوښتل چې دا تاریخي خزانه لوټ کړي او افغانستان له دغه ستر فرهنګي او تاریخي میراثه بې برخې کړي؛ خو له ښه مرغه دا خزانه خوندي پاتې شوه. په ۲۰۰۶ کې د یو شمېر هېوادونواو په ځانګړي ډول فرانسې په وړاندیز او د هغه مهال د کابینې په پرېکړه د دغې خزانې آثار او همدارنګه یو شمېر نور تاریخي او فرهنګی آثار په بهر کې نندارې ته وړاندې شول.
په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان د تاریخي آثارو نندارتونونه جوړ شول او ګڼو خلکو وکتل. د دغو نندارتونونو له درکه افغانستان میلیونونه ډالر ترلاسه کړل.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هم نن په یو خبري کنفرانس کې د دغو آثارو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک دې فرهنګي آثار د خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه نه کاروي. وړاندیز مو دا دی چې د خلکو د ډاډ لپاره دغه تاریخي آثار په کابل کې نندارې ته وړاندې شي. موږ د یو ژمن ملت په توګه مکلفیت لرو چې خپل فرهنګ وپالو، پرې وویاړو او خپل تاریخي آثار او ستر فرهنګي میراث وساتو.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته