خبرونهامنیتنړۍ

بايډن: لويه سايبري حمله په يوې رښتينې توده جګړه بدليدلاى شي

نړيوالې خبري سرچېنې  / د زمري ٦ مه / باختر

د امريکا جمهور رييس جوبايډن خبر دارى ورکړى چې يوه لويه سايبري حمله په يوه رښتيني توده جګړه بدليدلاى شي.

ښاغلي بايډن پرون د امريکا د امنيتي ادارو چارواکو ته د وينا پرمهال دامريکا دملي امنيت لپاره د روسيي او چين د ګواښونو يادونه وکړه.

جمهور رييس بايډن د امريکا پر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د سايبري حملو زياتيدو ته چې امريکايي چارواکو  يې پړه پر چين او روسي اچولي ده اشاره وکړه او ويې ويل چې که توده جګړه ونښلي نو دا به يوه حقيقي جګړه وي چې علت يې به يې وروستۍ نفوذي سايبري حملي وي.

د بايډن د کار په لومړيو ٦مياشتو کې د سايبري حملو له لړۍ  وروسته هغه سايبري امنيت د خپلو اجرااتو لومړيتوب بللى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته