نړۍ

بايډن کينټاکي ته ځي څو د بوړبوکيو له امله اوښتي زيانونه و ارزوي

نړيوالې خبري سرچېنې/ د ليندۍ٢٣مه / باختر:
د امريکا جمهور رييس جوبايډن ويلي سبا کينټاکي ته ځي څو د بوړبوکيو له امله اوښتي زيانونه و ارزوي.
په تيره اوونۍ کې پيل شويو بوړبوکيو او تندو بادونو د امريکا متحده ايالاتونو منځني غربي ايالاتونه سخت زيانمن کړي او په کينټاکي يې د پام وړ کسان مړه او مالي زيانونه يې رسولي دي.
سپينې ماڼۍ ويلي چې جمهور رييس بايډن فورټز کمپبيل ښار کې د چټک غبرګون دعملياتو په اړه معلومات ورکوي او بيا دوسن سپرنيګز ښارګوتي ته د زيانونو د ارزونې لپاره ورځي.
د کينټاکي والي اندي بېشېر پرون وويل چې لږ ترلږه ٦٤ کسان بوړبوکيو او تندو بادونو وژلي دي.
دمګړۍ د کېنټاکي چارواکو خبر دارى ورکړى چې ښاريان ممکن سږ ژمى ډير وخت له مرکز ګرميو، اوبو او برېښنا پرته پاتې شي.
چارواکو زياته کړې چې د برېښنا د شبکې د ترميم او د هغو کسانو د سرپناه لپاره هڅې کيږي چې کورونه يې وران شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته