روغتیا

بغلان کې تېرتاريخ درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

کابل / د لړم٥/ باختر:
د بغلان دعامې روغتيا رياست يو ټن تېرتاريخ طبي درمل او دوه ټنه خوراکي توکي او نوشابې له منځه يووړل.
د بغلان دعامې روغتيا د قوانينو اوڅېړني مسوول ډاکتر محمد رفيع عارفيان د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د دغه ولايت دعامې روغتيا د روغتيايي قوانينو څانګې موظفينو تېرتاريخ طبي درمل او خوراکي توکي له پلخمري ښارڅخه راټول او د بغلان د کرکر دښتې په سيمه کې له منځه يووړل.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې څه د پاسه ٢٩٠ درملتونونه د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته