دګاردين ورځپاڼه باختر دسلواغې ٢٦ نيټه :
په داسې حال کې چې ډار او ويرې کابل ترسخت فشار لاندې نيولى دى او زيات شمېر افغانان بهرته د تللو د لارو په لټه کې د ي .
دغه مطلب دګاردين ورځپاڼې عنوان دى .
د مطلب ليکونکى په کابل کې د نړيوال بحران د شنونکي برهان عثمان له خولې ليکي ؛ دى له هېواد څخه د زياتو افغانانو په خاصه توګه د لوستو ځوانانو د وتلو شاهد دى.
د دغې ورځپاڼې د مطلب په دوام کې راغلي دي چې خلکو نور د سولې او راتلوونکي په باب خپلې هيلې او اعتماد له لاسه ورکړى دى .
ورځپاڼې ليکلي دي: تېر کال د زياتو بريدونو له امله، په کابل کې په تېره يوه مياشت کې د دريو سختو بريدونو چې ٢٠٠ تنه پکې ووژل شول ،د افغانانو اعتراضونه راپارولي دي.
د دغې ورځپاڼې په ليکنه، افغانان وايي دوى څرنګه کولاى شي په هغه حکومت باور وکړي چې آن دپايتخت دامنيت په ټينګولو کې پاتې راغلى دى.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل