سیاست

ډاکترعبدالله د خوست، فرنګ او د ګذرګاه نور د ولسواليو له مشرانو سره وکتل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفترکې د بغلان ولايت د خوست، فرنګ او د ګذرګاه نور د ولسواليو له استازو او مشرانو سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې الحاج عبدالرحيم او استاد جميل شيرزاد د دغو ولسواليو د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې.
ويناوالو د اجراييه رييس په توګه د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنې له امله ده مبارکي وويله او د ملي وحدت له حکومت سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
وينا والو په خپلو خبروکې دهيواد دانتخاباتي نظام د اصلاح کولوغوښتنه وکړه او له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه يې وغوښتل اجازه ورنه کړي چې نور د دغه هيواد د انتخاباتو په تاريخ کې تقلب تکرار شي.
د کتنې برخه والو د دغو دريو ولسواليو د ستونزو په طرحه کولو سره له اجراييه رييس څخه يې وغوښتل چې د دغې سيمې له خلکو سره خپلې انتخاباتي ژمنې عملي کړي.
اجراييه رييس په خپلو خبروکې د ملي وحدت له حکومت سره د دوى د ملاتړ له امله مننه وکړه.
ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبروکې زياته کړه: تاسو د افغانستان د خلکو په جهاد او مقاومت کې اساسي او رغنده رول درلود او د دغه هيواد تاريخ هيڅکله ستاسو اتلوالى او سرښندنې نه هيروي.
اجراييه رييس زياته کړه: د ملي وحدت حکومت د تاسو په خدمت کولو، په انتخاباتي نظام کې په اصلاحاتو او د انتخاباتي ژمنو په عملي کولو ژمن دى.
ډاکتر عبدالله زياته کړه: د انډوليزې ودې او پرمختيا مانا خلک ته د خدمت او ستاسو د ستونزو څيړنه ده او موږ د دغه هدف په تحقق ژمن يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته