سیاست

تبصره

کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

ټا کل شوې ده د جاپان پايتخت توکيو سبا له ٢٠١٤ کال وروسته د افغا نستان په باب د نړيوالې غونډې کور به وي .

 دباختر اژانس مبصر ليکى : د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت د جمهور رئيس په ګډون د نړۍ داويا هيوادو نو جګپوړي استا زى سبا دجاپان دتوکيو په ښارکې راغونډيږي چې له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغانستان په وړاندى خپلې ژمنې نوى کوي.

 توکيو په داسې حال کې د افغانستان په باب ديوې بلې غونډې کوربه دى چې دغه هيواد له امنيتي پلوه په خپلو پښو دريدو ته چمتو کيږي او نړيوال ځواکونه تر ٢٠١٤ م کال پورې له افغانستان څخه وځي.

نړيوالې تولنې پخوا له ٢٠١٤ کال وروسته د افغا نستان د امنيتي مرکزونو دملا تړ په مقصد مشخصي ژمنې وړا ندى کړي دي خود توکيو غونډه د افغا نستان دپراختيا په باب ژمنه ده .

 سره له دې چې ددې غونډې نتيجې او پريکړې څرګندى نه دي خو ګومان کيږي چې نړيواله ټولنه به بيا هم په اوږد مهال چوکاټ کې د افغانستان په وړا ندى ژمنې وړا ندى کړي

سياسي کارپوهان په دې باور دي چې دغه ژمنې به له شرطو نو سره يوځاى وي.

دتوکيو د غونډې ګډون کوونکى په ددې ترڅنګ چې له افغانستان سره د اقتصادى مرستو په وړا ندى نوى ژمنې وړا ندى کړي په دريو مهمو اصلو نو چې له اداري فساد سره مبارزه ، د عدلى او قضا يي مرکزو نو اصلاح اود افغا نستان د مالى سيستم پياوړتياده زيات غور وکړي اود افغانستان له دولت څخه به وغواړي چې دغه موارد د خپل کار لارښود وګرځوي او هغه يې داجرا ئيوى لو مړيتوبونو په توګه ياد کړل .

په دې ترڅ کې ددې نړيوالې غونډې برخه وال چې کيداي شي افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته په سياسي او اقتصادى ژوند کې نوى فصل ته داخل کړي د افغانستان له مقاماتو سره په (دمتقابل حساب ورکولو د چوکاټ ) په نا مه يو سند لاسليک کړي اوس دا پوښتنه طرحه کيږي چې افغاني لوري به ترکو مې ا ندازې وکولاي شي هغو مواردو ته چې ددې غونډې د برخه والو له خوا طرحه کيږي ځوا ب ورکړي.

 په دې ځاى کې شک نشته چې داداري فساد د جرړي ايستل چې دافغانستان د اسلا مى جمهوريت د جمهوري دولت يو ستر هدف دى ، د افغانستان دولت له پخوا څخه پروګرامونه ترلاس لا ندې نيولي دي چې دغه پديده کمه شي او په پاى کې يې جرړي وايستلى شي.

افغانستان هيڅګله د هيواد د ادارو په څانګو کې د فساد په شتون سترګې نه دي پټى کړي او هغه يې د هيواد په وده او پرمختيا کې يو خنډ بللى دى چې ويې کولاي شول د هيواد په سياسي او امنيتي فضا هم اغيزه و کړي.

 خو دايو مسلم حقيقت دى چې په هيواد کې په بهرنيو مرستو او لګښتو نو کې هم شفافيت نشته لکه چې د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت جمهور رئيس حا مد کرزي له جاپاني رسنيو سره په مرکه کې څرګنده کړه په افغانستان کې فساد دوه اړخونه لري يو يې د افغا نستان په دولتي جوړښت اود ويم يې دبهرنيو مرستو په لګښت کې د مرستندويو هيوادو اود هغو د غړو له خوا  د افغانستان مخورو سياسي شخصيتو نو او پرهغو کسا نو چې له دغو شخصيتو نو سره په اړيکه کې و دقراردادونو د وړا ندى کولو څرنګوالى دغه راز د هيواد جمهور رئيس ټينګار کوي چې له اداري فسادسره مبارزه ګډ کار او هلې ځلې غواړي نړيواله ټولنه هم مکلفيت لري چې ددغې ناوړې پديدې په له منځه وړلو کې خپله ونډه ادا کړي په تيروخت کې د بهرنيو هيوادونو  مر ستې يا په هغو پورې د تړلو مرکزونو او سازمانونو له لارې او يا د هغه انجوګانو اوغير حکومتي موسسو له خوا چې د هيڅ يوې مرجع په وړاندى ځان مسول نه بولى لګيدلى دي ، خو اندازه يې د افغانستان د خلکو په پته ثبت شوې ده .

د افغانستان خلک اوپه لويديځو هيوادو کې ويښ وجدان لرونکى په دې کار اعتراف کړي چې غير حکومتي انجو ګانو او مو سسو هغه څه چې دبهرنيو هيوادو له خوا يې د افغا نستان سره د مرستې بياجوړونې او پرمختيا په نامه ترلاسه کوي زياته ا ندا زه يې د کال د مودل موټرو په پيرودلو ، د کورونو په لوړو کرايو ،شخصي لګښتونو اونورو لګول شوي دي خودلګښت سند يې د افغا ن د کونډى او يتيم ماشوم په نا مه معا مله شو .

 داڅرګنده خبره ده چې د توکيو کنفرانس له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې دزيا تو مرستو دجلبولو لپاره ښه چانس دى چې دبهرنيو پوځيا نو شتون به پکې ونه ليدل شي.

 د افغانستان  د خلکو استازى به په دې غونډې په هراړخيزې او معقولى طرحې برخه واخلى يعنى هغوى به په معقولو غوښتنو او لوړوبرياليتوبونو سره توکيو ته لاړ شي او له برخه والو څخه به وغواړي چې د نړيوالې ټولنې په سلو کې څه ناڅه پنځوس مرستې د افغان دولتي مرکزو نو له لارې ولګو لى شي .

له شک پر ته افغا نستان به ددې لګښت حسا ب نړيوالې ټولنې ته ورکړي ځکه افغان کادرونه او په دغه هيواد کې بشري ځوا کو نه خپل معاش او امتياز د افغا نستان له شرايطو سره سم غواړي او په دې ډول به دتجملى لګښتو نو مخه ونيول شي .

 د نړيوالې ټولنې غو ښتنه هم همدا ده ځکه هغوى د افغا نستان دپرمختيا لپاره  فکر کوي او په دې لاره کې له افغا نا نو سره مرسته کوى اوبايد د مرستو دوام د واقعيتو نو له مخې وى نه دفرضيو له مخې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته