فرهنګ

ترکمنستان د سلطان حسين بايقرا مقبره بيا رغوي

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په کابل کې د ترکمنستان له سفير سره په غونډه کې د سلطان حسين بايقرا مقبرې د بيا رغاونې او د تيموريانو دورې د موزيم د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي، د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي او د پاليسۍ او پلان رييس عبدالمقيم افغان هم حاضر وو؛ د تيموريانو دورې د معمارۍ اصالت په ساتنې سره د سلطان حسين بايقرا مقبرې د ترميم او بيا رغاونې په اړوند خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، اختيارالدين کلا ته څېرمه د هرات په زاړه ښار کې د تيموريانو دورې د موزيم د جوړولو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې ترتيب د ترکمنستان سفير د سلطان حسين بايقرا مقبرې د بيا رغاونې او مرمت په خاطر د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ به د دغې پروژې کار پرمخ يوسي.
هغه د تيموريانو دورې د موزيم د جوړولو په اړه څرګنده کړه چې د خپل هېواد له مقاماتو سره د دغې موضوع له شريک کولو وروسته به په دې برخه کې همکاري وکړي.
د غونډې په پاى کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د فرهنګي همکاريو پر پراختيا او په دې برخه کې د يو هوکړه ليک پر لاسليک کولو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته