سیاستاقتصادTOPټولنه

ترکیه په افغانستان کې پانګونه کوي

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ترکیې سفیر وویل چې دوی د سرې میاشتې په مټ افغان کډوالو او بېځایه شویو ته مرستې رسولي او د مرستو یاده لړۍ لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړه چې ترکیه له کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته کوي او په قندهار، هرات او کجکي ولسوالۍ کې به د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویلوي، دوام وکړي.

د ترکیې سفیر څرګنده کړه؛ د ترکيې پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي چې یو شمېر به یې په راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرد افغانستان او ترکیې مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل. هغه وویل چې ترکیه تل د متحد افغانستان غوښتونکې ده.

مرستیال زیاته کړه چې افغانستان د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د ترکیې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري او اسلامي امارت غواړي چې ترکیه په افغانستان لا زیاته پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ د لازیاتې مرستې غوښتنه یې وکړه. هغه  څرګنده کړه؛ هغه ښځې چې په بېلابېلو ادارو لکه پاسپورټ ریاست، هوایي ډګر او د روغتیا سکتور په برخو او په اکثره ولایتونو کې د نجونو په ښوونځیو کې کې کار کوي، فعالې دي.

د ده په وینا؛ د نوې تعلیمي طرحې په بشپړولو سره به په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته