کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د قندهار د دامان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر وړاندې نننۍ چاودنه کې ١١ پوځيان ټپيان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه پېښه په يو بار وړونکي موټر کې د ځاى پرځاى شوي بم د چاودنې زيږنده وه.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ١١ پوليسان ټپيان شول.
خو د پېښې عيني شاهدان وايي چې يادې چاودنه پوځيانو او د سيمي خلکو ته د سر زيان هم اړولى دى.
تراوسه د یادې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى.
خو سيمه ييز مسوولين یې وسله وال طالبان مسوول بولي.
د قندهار د يو روغتون ډاکټرانو د دغې چاودنې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
پاى \ج\ ذ