خبرونهفرهنګ

توحيدي : د يو رپوټ برابرول د يو خبريال د ځان ارزښت نلري

٣٢- کابل/ د مرغومي١٤مه / باختر
د خبريالانو د مصونيت کمېټې اجرايي رييس وايي د يو رپوت برابرول د يو خبريال د ځان ارزښت نلري.
هغه له خبريالانو وغوښتل چې خپل ځان او امنيت ته متوجه و اوسي.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرايي رييس صديق الله توحيدي د باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل؛ له بده مرغه له دوو مياشتو را په دې خوا د خبريالانو د هدفمندو وژنو لړۍ له کابل څخه پيل او د کندز، ننګرهار، غزني، هرات او غور ولايتونو ته رسېدلي دي او خبريالانو باندې د هېواد په ګوټ ګوټ کې بريدونه کېږي او دولت د بيان د آزادۍ د ملاتړ د شعارله ورکولو سره سره نه دى بريالى شوى دهغو ګواښونو مخه ونيسي چې د هېواد خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته متوجه دي ډاډ ترلاسه شي چې نورد خبريالو ژوند له ګواښ سره مخ نه دى .
توحيدي د خپلو خبرو په دوام وويل له بده مرغه موږ هره ورځ د خبريالانو پر وړاندې د يوې پېښې شاهدان يو د دغه شان يو حالت دوام په راتلوونکي کې به منفي اغېزه وکړي او په رسنيو کې د ځان سانسورې سبب شي او خلک د معلوماتو د لاسته راوړلو له حق څخه بې برخي کېږي.
توحيدي زياته کړه دولت او امنيتي مسوولين يوازې د منظمو امنيتي پروګرامونو او پلانونو په تدوينولو سره کولاى شي د خبريالانو امنيت تامين کړي.
د صديق الله توحيدي د څرګندونوله مخې يوشمېر کړيو د بيان د آزادۍ د له منځه وړلو په خاطر د خبريالانو د وژلو پروګرام پيل کړى دى چې په دې کارسره په اوږدمهاله کې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
توحيدي د باختراژانس د خبريال د يوې بلې پوښتې په ځواب کې وويل که چېري حالات په همدې ډول دوام وکړي او مسوولين د اعلاميو په ورکولو او غندنې اکتفا وکړي بايد ووايم چې د يو رپوټ برابرول د يو خبريال د ژوند ارزښت نلري .
هغه زياته کړه چې هرخبريال د خپل ځان د امنيت د تامينولومسوول اومکلف دى اوخپل کاري چاپيريال ، کاري موضوعګانو او د تګ راتګ تګلوري ته دقت وکړي.
هغه دغه راز د رسنيو له مسوولينو وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت تامينولو ته پاملرنه وکړي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته