سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهورئیس غني د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د زمري ۱۲مه/ باختر

جمهوررئيس محمد اشرف غني نن مازدیګر د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې

په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو پر دوام بحث او خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، دغه راز یې د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ.

همداراز په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې بهیر کې د سیمې هیوادونو د رول په اړه هم خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته