خبرونهTOPروغتیا

جمهوررئيس محمداشرف غني جمهوریت روغتون وکوت

کابل/ د وري ۲۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بېګا ماښام جمهوریت روغتون ته ولاړ، د یاد روغتون د عمومي وضعیت ارزولو پر مهال یې د بستر ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغو ته د ښې رسېدګۍ او پاملرنې په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس روغتون ته له رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي یې ملتیا کوله، د جمهوریت روغتون رئیس محمدالله علیشنګي د روغتون د عمومي وضعیت او د ناروغانو درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل. جمهوررئیس غني د یاد روغتون د مسوولینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل د کړنو او خدمتونو د ستایلو پر مهال، دوی ته د ناروغانو د مراقبت او رسېدګۍ په خاطر لارښوونه وکړه.
همداراز جمهوررئیس د روغتونونو د اصلاحاتو موظف ټیم ته لارښوونه وکړه چې د جمهوریت روغتون د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د مسوولینو، متخصصینو، ډاکټرانو او نرسانو په مشوره خپل وړاندېزونه په لیکلي بڼه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. په پای کې د یاد روغتون مسوولینو، متخصصینو او معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د جمهوریت روغتون د ښه والي او ناروغانو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته